افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینگ: په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست ترڅنګ د یاد وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو او سرتېرو ګډون کړی وو.
مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغو مراسمو کې فارغو شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې ستاسو دغه ستړیاوې او تکلیفونه د دې سترې موخې لپاره دي، چې هغه د ګران هېواد په پاکه خاوره د شرعي نظام نافذ کول د اسلامي نظام پر وړاندې له بغاوت کوونکو سره مقابله ده.
او ولس ته وایم چې دغه ځانګړي ځواکونه ستاسو د سر، مال او عزت ساتنه کوي او موږ هېچاته اجازه نه ورکوو چې ستاسو خوشحالي درڅخه واخلي ترڅو چې ژوندي یو د ولس ساتنه به کوو.
نوموړي ټینګار وکړ، چې امنيتي ځواکونه د خپل ولس د سر، مال او عزت ساتنې په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او چاته به اجازه ورنکړي، چې د خلکو خوشحالۍ ورڅخه واخلي.
په ورته وخت کې د ځانګړو ځواکونو مرستیال قوماندان مولوي مختار احمد عمري په دغو مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې د هېواد د ملي حاکمیت او اسلامي نظام د ساتنې په موخه به د يو پیاوړي او قوي ځواک د جوړولو په موخه ګړندۍ هڅې وکړي.