په سویډن کې یو ځل بیا د قران کریم د سپکاوي او دا ځل د عراق د سفارت د ودانۍ مخې ته د عراق لومړي وزیر په بغداد کې د سویډن له سفیره وغوښتل چې سمدستي له دغه هیواده ووځي. د عراق حکومت هم په سویډن کې د دغه هېواد له شارژدافیر څخه غوښتي چې سمدستي بغداد ته ورشي.
عربي هیوادونو پارلمان (د عربو هیوادونو مقننه اداره) د ټولو هیوادونو له پارلمانونو څخه وغوښتل چې د سویډني محصولاتو بایکاټ وکړي او دې سلطنت ته له سفر څخه ډډه وکړي.