افغان غږ خبری آژانس - کندهار: په سویډن کې د یوه کس لخوا د قران کریم د سپکاوی وروسته د کندهار یو شمېر اوسېدونکو نن چهارشنبه د دغه هېواد بیرغ ته اور ورته کړ.
د کندهار اوسېدونکی شمس الله
افغان غږ خبری آژانس ته وويل: قرآن کريم هغه سپېڅلی کتاب دی چې د خدای تعالی له لوري پر خپل وروستي پېغمبر حضرت محمد (ص) نازل شوی او دغه سپېڅلی کتاب د اسلام د ټولو پيروانو لپاره ډېر ارزښت لري.
هغه د قرآن کریم سپکاوی یو غیر اخلاقی عمل وباله او ویې ویل: که مونږ د دغه غیر اخلاقی اعمالو په وړاندې ودریږو نو د یو مسلمان په توګه مو د خپل دین په وړاندې خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کړی.
د کندهار يو بل اوسېدونکي شفيع الله وفا هم په دې اړه
افغان غږ خبری آژانس ته وويل: "د قران کريم سپکاوى يو ډېر تعصب څخه ډک کار دى او هېڅوک حق نه لري چې د مسلمانانو اسلامي ارزښتونو او عقايدو ته سپکاوى وکړي."
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې دا د هر مسلمان دنده ده چې د دغه ډول جنایت پر وړاندې ودرېږي او په هر ډول چې توان وي باید د دغه جنايت پر وړاندې ودرېږي.
نوموړي له ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل، چې په ټولنيزو رسنيو او په خپل ورځني ژوند کې د دغه ډول جنايتونو په وړاندې غبرګون وښيي، ترڅو هيڅوک د اسلامي ارزښتونو او اسلامي عقايدو د سپکاوي جرات ونه کړي.
په همدې حال کې په سویډن کې د قران کریم له سوځولو وروسته د بېلابېلو هېوادونو مسلمانانو هم مظاهرې وکړې.