د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د زابل ولایت له مرستیال والي محب الله حماس سره په کتنه کې وویل چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هدف د کورنیو تولیداتو وده او د هېواد صنعتي کول دي او دې هدف ته د رسیدو په خاطر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په ټول هېواد کې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې هڅې کوي.