د بلخ د حج او اوقافو رئيس وايي، چې د مسلمانانو ترمنځ يووالی د اسلامي ټولنې د ملا تیر دي او له يووالي پرته ټولنه له منځه ځي او د مسلمانانو عزت به له منځه لاړ شي.
آوا: له شک پرته د بهرنیو چارو وزارت او د «اسلامی امارت» د نورو مقاماتو څرګندونې دومره روښانه دی، چې په دې کې هیڅ شک نشته؛ خو دا مهم ټکی باید هېر نه کړو چې په تېر کې موږ په دې ډګر کې د بیانونو، شعارونو او ادعاوو کمښت نه درلود، خو له دې سره سره بیا هم د شیعه ګانو وژنه او د یوه توکمیز او مذهبي اړخ ښکاره قتل عام دوام لري او احتمالاً پراخ شوی دی.
د بلخ د ديني چارو يو کارپوه وايي، چې امام حسين عليه السلام په اسلامي ټولنه کې د حق د بللو، له کفارو سره د مبارزې، په نېکيو امر کولو او له بديو څخه د منع کولو لپاره راپورته شو او په دې کار سره يې د اسلام له ساتنه يي وکړه.