د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي، د رسنیو هغه فعالیتونه چې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو له خوا ترویج کېږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا به وارزول شي.
د عدلیې وزارت چارواکي د ټولو سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو د بندیز په اعلانولو سره وايي چې د سیاسي ګوندونو فعالیت شرعي اساس نه لري او اسلامي امارت ټول قوانین د اسلامي شریعت پر اساس وضع کړي دي.