دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 268624
د اسلامي امارت رهبر: له خپلو ګاونډیانو، اسلامي هیوادونو او نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې مثبت تعامل غواړو
د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شورا د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو، اسلامي هېوادونو او نړۍ سره د اسلامي اصولو په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه منو ځکه چې دا کار نه د دوی په ګټه ده او نه هم د افغانستان په ګټه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د حمل ۲۹ مه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت مشر له امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې انصاف، احسان او عاجزي کړي، او له غرور، تکبر، ظلم، خيانت، بې حده لګښتونو، توکم پالنې او انفراديت څخه ډډه وکړي.
 
د اسلامي امارت د رهبر په دغه پیغام کې راغلي چې د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، ځکه دا کار نه د دوی په ګټه دی او نه هم د افغانستان په ګټه.
 
  په دغه پیغام کې د اسلامي امارت رهبر ویلي چې هر څوک باید پر حکومت باور ولري او د هر وګړی شرعي حقونه به په ښه ډول تامینیږي او په دې برخه کې یې له خلکو وغوښتل چې له محاکمو سره همکاري وکړي.
 
د دغه پیغام په یوه برخه کې راغلي: «د کلتور، پوهنې، اقتصاد، رسنیو او نورو برخو کې د پام وړ اصلاحي اقدامات شوي او د اشغال ناسم فکري او اخلاقي اغېزې د ختمېدو په حال کې دي. زموږ باوري هیوادوال باید دا اصلاحي اقدامات تر بل هر څه مهم وګڼي. ځکه د دیني اصولو او شریعت په رڼا کې زموږ د دنیا او آخرت د خوښۍ ضمانت کوي او د ټولنې د خوښۍ، سوکالۍ او دایمي نجات سبب ګرځي.
 
نوموړي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د کوچني اختر په رارسېدو له بې وزلو او اړو کسانو سره مرسته وکړي.
 
د اسلامي امارت مشر د دغه پیغام په پای کې له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د دین او هیواد د دښمنانو، د امنیت د تخریب کوونکو، غلو او جنایتکارانو پر وړاندې قاطعانه عمل وکړي او له عامو خلکو سره نرم، محتاط او مهربانه وي.
 
https://avapress.com/vdcdxj0xoyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته