د جمعې پر ورځ کابل کې د هېواد ډېر شمېر اوسېدونکو د لاریون په ترڅ کې کندز کې تښتول شویو مسافرو خوشې کولو غوښتنه وکړه.
دغو لاریون کوونکو سرکونو ته په راوتو سره د مسافرو په خوشې کولو کې د ناغېړی له امله پر ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست نیوکې وکړې.
خو لاریونکوونکي له پولیسو سره ونښتل او دوه تنه یې ټپیان شول.
لاریونکوونکي لومړۍ د کابل د شهر نو پارک کې راغونډ شول او وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست خوا ته ولاړل.
دوی، په لویو لاروکې د مسافرو برمته کول دمنلو وړ نه بولي او زیاته یې کړه چې حکومت د هغوکسانو پر وړاندې چې تر اوسه هم د طالبانو په بند کې دي بې پروايي کوي.
لاریونکوونکې، فوزیه کوفي وويل:"خلک سره راټول شوي دي چې د طالبانو وحشت په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې چې لویو لارو کې رامنځته شوي دي او بېګناه او ملکي کسان یې برمته کړي دي، خپله نا رضایتي وښيې."
لاریونکوونکی، احمد بهزاد وايي:"ښه ده چې د ارګ او د سپيدار ماڼۍ مشران هر څه ژر د افغانستان اعتراضکوونکو خلکو غږ واوري."
دوی چې غواړي د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي او د حکومتي مشرانو غوږ ته یې ورسوي خو دلته د امنیتي ځواکونو لخوا ورته خنډ جوړیږي او د پاڅون ځد پولیس هڅه کوي ترڅو د دغو معترضانو مخه ونیسي چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ته ونه رسیږي خومعترضان غبرګون ښیې او د دواړو لوریوترمنځ نښته رامنځته کيږي.
کندز کې د برمته شویو لپاره د غږ پورته کولو خوځښت لاریونکوونکې، وايي:"لاریون پر تاوتریخوالي اوړي او لاریونکوونکي ټپيان کېږي او پولیس ورسره جدي چلند کوي."
کندز کې د برمته شویو لپاره د غږ پورته کولو خوځښت لاریونکوونکی، شفق سیاهپوش وايي:"د دغه نظام له منځهوړو، د امنیت له منځه وړو لپاره نلرو یوازې یوه غوښتنه لرو چې زموږ ژوند خوندي کړي."
لاریونکوونکي ګواښ کوي که چیرې حکومت د لویو لارو د امنیت په ټینګښت او د برمټه شویو کسانو په خوشې کولو کې جدي ګامونه پورته نکړي نو پراخ لاریونونه به وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېروڅو اوونیو کې د هېواد لویو لاروکې د مسافرانو د تښتولو او وژلو پیښې زیاتې شوي دي او دغه کړنې د خلکو اندیښنې هم راپارولي دي.
www.youtube.com/watch