د پکتیا ولایت زرمت ولسوالی په سلهاوو اوسیدونکې د ۹ تنو غیری نظامیانو جسدونه د اعتراض په توګه د ګردیز په ښار کې د پکتیا والی مقر په وړاندی ایښی او د کابل-ګردیز لویه لاره د یو مده لپاره د ترافیک په وړاندی تړلی دی.
د لاریون کوونکو په وینا دا کسان وړمه شپه په هغه سیمه کې خارجی مستقر ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
عبدالولی سهی؛ د پکتیا والی معاون چی جسدونه یی د نږدی څخه لیدلی او د قربانیانو کورنیو سره خبری کړی دی، تایید کړی چی دا قربانیان ملکی کسان وو: په ډیر تاسف سره باید ووایم چی د هغی شپی عملیات په ترڅ کې چی زرمت سیمه کې صورت ونیول، بدبختانه ډیر ملکی کسان د عملیات په ترڅ کې شهید او ټپیان شوی دی.
د هغه وروسته چی د پکتیا والی معاون لاریون کوونکو ته اطمینان ورکړ چی ددی پيښو په اړه به څیړنه وشی، هغوی خپل لاریون پای ته رسوی او قربانیانو جسدونه بیرته خپل سیمی ته لیږدوی.
خو مصیبت د قربانیانو د کورنیو لپاره پای ته نه دی رسیدلی.
همدا څو ورځې مخکې وو چی سازمان ملل، تایید کړ چی نږدی ۲۳ تنه غیری نظامیان د خارجی ځواکونو هوایی بریدونو کې په هلمند کې وژل شوی او نږدی ۱۸ تنه یی ښځی او کوچنیان دی.
جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر په وقاحت سره وایی چی طالبان، هیڅ ارزښت د افغانستان خلګو لپاره قایل نه دی! دا په داسی حال ې دی چی هغوی هم همغه جنایت ترسره کوی چی طالبان او تروریستان یی ترسره کوی؛ نو کوم توپیر د تروریزم او تروریزم ضد ډلو ترمنځ یا مشخص توګه د طالبان او داعش او امریکا او ناتو ترمنځ شتون لری؟
د امریکا دفاع وزیر څخه باید پوښتنه وشی چی هغه څه چی تاسو یی د تروریزم سره مبارزه بولی، د جنګی جنایت سره کوم توپیر لری؟ آیا د غیری نظامیانو او بی ګناه خلګو مستقیم وژنې په هلمند، پکتیا، ننګر

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه