دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 120363
دایران له اتومي توافق سره مخالفت، دتحریمونوله اهرمـ سره
دکنګرې جمهوریت غوښتونکي سناتوران پدې عقیده دي، ترهغه وخته چې د اوباما دولت، دهسته اي توافق ټول مدرکونه، کنګرې ته ونه ښیي، دایران پرضد د اقتصادي تحریمونو لېرې کول ممکن نه دي اودي اوداسې کار، دتحقق موندلو په صورت کې، غېرقانوني شمېرل کېږي.

ځینې جمهوریت غوښتونکي سناتوران مدعي دي چې دبارک اوباما له خوا دایران دتحریمونولېرې کول، دامریکا دقوانینوخلاف دی.

پت پومي، د امریکا دسنا دمجلس دجمهوریت غوښتونکو له غړوڅخه یوتن وايي: دامریکا په قانون کې ویل شوي چې دایران تحریمونه به همداسې ادامه لري.

تردې مخکې جمهوریت غوښتونکي سناتوران، د ایران دموشکي ازمېښتونو په باره کې د رسېدلو خبرونو په اړه، له بارک اوباماڅخه په یوه لیک کې، دسپینې ماڼۍ دڅرګند اوکوټلي برخورد غوښتونکي شول، لدې حال سره بارک اوباما، په وارو وارو دجمهوریت غوښتنونکو دغوښتنو په وړاندې دکنګرې دمدارکو دوړاندې کولو لپاره ډډه کړې ده( ځان يې ساتلی دی)، هغه همدارنګه تهدید کړی چې دتحریمونو له پورته کولوسره دکنګرې دمخالفت په صورت اود برجامـ داجرأتو په اخلال سره به دهغو اقدامـ و ېتوشي.
کارپېژندونکي وايي چې داله ایران سره دهسته اي توافق اوددې توافق د موافقانو داردو په وړاندې دهغوئ مخالخ کېدل، دامریکايي مخالفانودمشکل تراشلو اوپلمې پلټلوډېرنوی اوتازه مورد شمېرل کېږي.

جمهوریت غوښتونکي افرادطیون چې په سنتي ډول، دمتحده ایالتونو دبهرني سیاست په حوزه کې په تندروي اویرغلیزو رویکردونو شهرت لري، په تېره بیا دایران داسلامي جمهوریت په وړاندې تل له دښمنۍ ډک دريځ غوره کوي او دغه کاريې دایران اونړیوالو قدرتونو په وړاندې، له هغې جملې څخه دامریکا دولت ته په څرګنده توګه ښودلی دی؛ خو په پای کې يې ماته خوړلې ده او پدې برخه کې يې خپلو موخوته لاس رسي نه ده موندلې، دخپلې وروستۍ موضع په اعلان سره يې یوځل بیا وښودله چې په همدې ډول پدې برخه کې هڅه کوي اوله ماتې سره سره يې تراوسه له مخالفت څخه لاس نه دی اخیستی!

په امریکاکې دقانون ګذاري جمهوړښت اوکارله نظره، دیران پرضد دامریکا دیواړخیزو تحریمونو له منځه وړل، دهغه هېواد تائيد ته اړتیالري، ځکه چې داتحریمونه، دقانوني لوایحو په څېردمتحدو ایالاتو دقانونګذاري دقوې له فلترڅخه تېرشوي دي اودهغو دلغو کولو تصمیم همـ دسپینې ماڼۍ په وړاندیزاو دکنګرې په تائيدمیسرکېدای شي.

پدې حساب سره، دهسته اي جامع توافق مخالفان کولای شي د ایران ضد تحریمونو دلغوکولو په اړه دسيينې ماڼۍ له تصمیمـ سره مخالفت وکړي، خو پدې برخه کې همـ دنورومشابه او ورته مواردو په څېر، دامریکا ولسمشر دویتوله حق څخه برخورد اردی اوکولای شي دکنګرې دنمایندګانومخالفت کوونکی تصمیم مات کړي.
پدې اساس، دکارپېژاندوپه باور، تمه نه کېږي چې دیران پرضد دامریکا دتحریمونو په لغوکولو سره، دامریکا دسنا دجمهوري غوښتونکو غړو تازه مخالفت وکولای شي له موفقیته ډک انجامـ ته ورسېږي. خودغه کاربه له سیاسي نظره، یوځل بیا دسپنې ماڼۍ اوکنګرې ترمنځ سیاسي سوړې به تشدید او ژورې کړي او داپېښه به، دایران پرسرد امریکا په سیاسي ټولنه باندې په یوټولنېز اوسیاسي دوه ګونوالي سره پای ته ورسېږي.
له بلې خوا، هېريې باید نه کړوچې اوسمهال دامریکا دسنا دجمهوري غوښتنونکو دغه موضع، ډېرپلویان اوخریداران لري، له هغې جملې څخه، دهغه هېواد دجمهوري ریاست دانتخاباتو دمقدماتي دورې، دانتخاباتو له کاندیدانو څخه یو شمېرچې دخپل مالي ملاتړلپاره دیهودي پانګه والو دنظر دجلبولو لپاره اړدي پدې برخه کې له هراهرمـ سره یوځای شي او دایران ضد ضعګیري ګانو اهرمـ، خوراغوره او مطلوب اهرمـ دی چې کولای شي امریکايي یهودیان د اسرائیلوله رژیمـ سره یولوري ته شي او دهغوئ په مالي ملاتړسره دهغوئ زړونه تاوده کړي.

لدې نظره به دکارپژاندو په عقیده، لږترلږه، د رسنیزو عکس العملونو اودسیاسي پانګې په حوزه کې، دسپينې ماڼۍ او دامریکا دسنا ترمنځ ددغه تازه اوبدلوڅرګندېدل به دبارک او باما ددولت په ګټه تمام نه شي.

پدې وروستیوکې حتا، خورانژدې اوخورا معتمده دموکراته څېره چې دسپینې ماڼۍ دتائيدوړده، یعنې هغه هېلاري کلنتون ده چې دایران پرضد يې څرګند او چېچونکی دريځ غوره کړی او دایران او نړۍ ترمنځ يې په هسته اي توافق بریدوکړ او دایران په مقابل کې يې دنظامي غوره کړنې په اړه خبرې وکړې!

پدې حساب سره، په امریکاکې سیاسي، رسانه اي او تبلیغاتي حاکمـ وضعیت، داتومي توافق دهوادارانو او پلویانوپه ګټه نه دی، خودا درنه فضابه ددې او بدلودپایلو په وړاندې څه بد اغېزونه کړي، ځکه چې تراوسه دمتحدو ایالاتو دجمهوري ریاست واکونه اواختیارات، دخپل دید اونظرله مخې، پدې برخه کې پراخ دي او اوباما حتا که په پای کې، دتحریمونو دلغوه کولو دمخالفوتند روانو له څرګندو اوجدي مخالفتونو سره مخامخ شی، دویتوپه توسل سره به دهغوئ دتمې مانع شي!!!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwn6e49nue1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته