دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 57125
په یونان کې یو افغان په عمري قید محکوم شو
تاند- په یونان کې یو افغان ځوان د قتل په جرم په عمري قید محکوم شو.

په دغه درویشت کلن افغان تور پوري شوی و چې د تېر کال په نومبر کې یې په کریت ټاپو کې یوه ۷۶ کلنه یونانۍ ښځه وژلې ده.

ویل شوي چې افغان، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، د خپل یوه بل هیوادوال په مرسته لومړی د ښځې ساه بنده کړې او بیا یې په بړستن کې پېچلې وه.

د ده ملګری تښتېدلی خو له نړیوالو پولیسو څخه د هغه د نیولو لپاره مرسته غوښتل شوې ده.

د قتل انګېزه غلا ښودل شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmznm.23nqidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته