دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 301515
په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او سخت باران د ورښت د هوا پېژندنې خبرداری
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې سبا (جمعه، د قوس ۹مه) د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او سختو بارانونو او طوفانونو د ورېدو امکان شته.
افغان غږ خبری آژانس: د دې ادارې د معلوماتو له مخې، سبا (جمعه د قوس ۹ مه) په کابل او هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، دایکندي، هلمند، ارزګان، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، پروان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کی وړاندوينه کړی.
د هوا پېژندنې ادارې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې باران او له ۱۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې د واورې ورېدو اټکل کړی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د سالنګونو په ګډون د هېواد په سوېلي او مرکزي ولايتونو کې په بېلابېلو ځايونو کې په يوه ساعت کې د ٥٠ او ٧٠ کيلومترو په سرعت سره د نسبتا قوي بادونو امکان شته.
https://avapress.net/vdca66nem49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته