دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 301497
لوګر کې د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د پوهنې وزارت وايي، په لوګر ولایت کې د یوې همکارې موسسې په مالي مرسته د ۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ په لوګر ولایت کې د دوو ښوونځیو د بیارغونې خبر ورکړ.
دغه وزارت وايي، د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د محمد خېلو او موسی خان لېسو د بیارغونې پروژه چې په دې وروستیو کې د پوهنې د همکارې موسسې په همکارۍ پیل شوې وه، په ټولیز ډول د ۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پروژو کې د احاطې دېوالونو جوړول، د لمریزې برېښنا د سیستم نصبول او د څښاک د اوبو د څاګانو کیندل له اړینو وسایلو سره شامل دي، چې د زده کوونکو لپاره یې د زده کړې مناسب چاپېریال برابر کړی او د دوی ستونزې یې هوارې کړې دي.
د يادو ښوونځيو کارکوونکو او زده کوونکو د بيارغونې له کارونو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې لا هم د ښوونځيو زده کوونکي تر خيمو لاندې زده کړې کوي او د وسايلو له نشتوالي شکايت کوي.
https://avapress.net/vdcjhvetauqeyxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته