کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

8 قوس 1403 ساعت 16:43

د پوهنې وزارت وايي، په لوګر ولایت کې د یوې همکارې موسسې په مالي مرسته د ۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ په لوګر ولایت کې د دوو ښوونځیو د بیارغونې خبر ورکړ.
دغه وزارت وايي، د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د محمد خېلو او موسی خان لېسو د بیارغونې پروژه چې په دې وروستیو کې د پوهنې د همکارې موسسې په همکارۍ پیل شوې وه، په ټولیز ډول د ۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پروژو کې د احاطې دېوالونو جوړول، د لمریزې برېښنا د سیستم نصبول او د څښاک د اوبو د څاګانو کیندل له اړینو وسایلو سره شامل دي، چې د زده کوونکو لپاره یې د زده کړې مناسب چاپېریال برابر کړی او د دوی ستونزې یې هوارې کړې دي.
د يادو ښوونځيو کارکوونکو او زده کوونکو د بيارغونې له کارونو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې لا هم د ښوونځيو زده کوونکي تر خيمو لاندې زده کړې کوي او د وسايلو له نشتوالي شکايت کوي.


د مطلب کود: 301497

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301497/لوګر-کې-د-څه-باندې-اته-میلیونه-افغانیو-په-لګښت-دوه-ښوونځي-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.net