افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکنډی امنیه قوماندانی له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریت وایی، د روان کال په لومړی نیمایی کې څه باندې ۲۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته راستانه شوي دي.
ويل کيږي چې ددايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ددرملنې ٢٠٠ بستريز کمپ جوړ شوى دى چې ددغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه په نشه يي توکو روږدي کسان راټوليږي او دغه کمپ ته ددرملنې لپاره ليږدول کيږي .
په ورته وخت کې ويل شوي، چې په تېرو درېيو کلونو کې په دايکنډي ولايت کې د نشه يي توکو د پېر او پلور په جرم ١٣٩ کسان نيول شوي دي.