کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي ولایت کې د ۲۰۰ روږدو کسانو راستنیدل خپلو کورنیو ته

8 قوس 1403 ساعت 16:39

د دايکنډي ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت مسوولين وايي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په نشه يي توکو روږدي ٢٠٠ کسان له درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنيو ته راستانه شوي دي.


آوا - بامیان: د دایکنډی امنیه قوماندانی له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریت وایی، د روان کال په لومړی نیمایی کې څه باندې ۲۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته راستانه شوي دي.
ويل کيږي چې ددايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ددرملنې ٢٠٠ بستريز کمپ جوړ شوى دى چې ددغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه په نشه يي توکو روږدي کسان راټوليږي او دغه کمپ ته ددرملنې لپاره ليږدول کيږي .
په ورته وخت کې ويل شوي، چې په تېرو درېيو کلونو کې په دايکنډي ولايت کې د نشه يي توکو د پېر او پلور په جرم ١٣٩ کسان نيول شوي دي.


د مطلب کود: 301495

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301495/په-دایکندي-ولایت-کې-د-۲۰۰-روږدو-کسانو-راستنیدل-خپلو-کورنیو-ته

آوا
  https://www.avapress.net