افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق په هیواد کې پر متوازن انکشاف ټینګار وکړ او د ټولګټو پروژو په ساتنه او پالنه کې یې د خلکو همکاري اړینه وبلله.
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت حکومت په ټول هیواد په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې د مهمو او حیاتي پروژو د پلي کولو هوډ او ژمن دی.
په همدې حال کې د جوزجان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، د دغو پنځو زېرمو په فعالېدو سره به د ۷۵۰ کورنیو د څښاک د اوبو اړتیا پوره شي.
د دوی په خبره پر دې پروژو ۲۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
په همدې حال کې د جوزجان ولايت د مرديان او منګجک ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو د حکومت له دغه اقدام څخه هرکلى وکړ او زياته يې کړه: د دغو زيرمو په جوړولو سره د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د خلکو ستونزې هوارې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د مردان او منګجک ولسواليو د اغ ميدان، سلطان اريغ، قزان نارو، فتح اباد او چهلک يزخانې کلي د څښاک د پاکو اوبو له دغو پنځو زيرمو څخه برخمن شوي دي.