افغان غږ خبری آژانس)– مزارشریف: د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست د ټولنیزو خدمتونو رییس قاري محمد علم محد وايي، په ویشل شویو مرستو کې یوه کمپلې او یوه بسته ګرمې جامې شاملې دي. د هغه په وينا، له دې مرستو څخه يې موخه په سړه موسم کې د شهيدانو د کورنيو، معلولينو او اړمنو کسانو د ستونزو کمول دي.
هغه زیاته کړه: "د ټولنې له زیانمنو کسانو سره مرسته د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده، له همدې امله د شهیدانو د کورنیو، معلولینو او اړو کسانو د ژوند د ښه والي لپاره هڅې روانې دي."
قاري محمد د دغو کورنيو د پيژندلو پروسه دقيقه او ډېره واضحه وبلله.
له بلې خوا يو شمېر هغه کسان چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې وايي: له مظلومو او د شهيدانو له کورنيو سره د مرستې پروګرامونه د ستاينې وړ دي او له دولت څخه د دا ډول اقداماتو د دوام غوښتونکي يو.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت اوسېدونکي په تېرو ديارلسو کلونو کې د هېواد له ډېرو محرومو وګړو څخه دي.