افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار ولایت له شپږو ښوونځیو او دریو روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده .
د پوهنې وزارت وايي، دغه ښوونځي او مرکزونه د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۳.۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي رشید په کندهار ولایت کې د تعلیمي او روغتیايي مرکزونو پر معیاري کولو هم ټینګار وکړ.