دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 301514
په دايکنډي ولايت کې د طبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويو ٧٠ کورنيو سره مرسته وشوه
د دايکنډي ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د طبيعي پېښو له امله پر ۷۰ کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس – بامیان: د دایکندي ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي، چې د چهارشنبې په د قوس میاشتې په ۷ مه نېټه د لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ۷۰ کورنیو ته مرستې وشوې.
ویل شوي، چې هرې مستحقې کورنۍ ته د ۲۵ کیلو وریژو دوه بورۍ، څلور کمپلې او دوه سطلونه وویشل شول.
باید وویل شي، چې سږ کال د هېواد ډېری ولایتونه د مرګونو طبیعي پېښو شاهدان وو.
https://avapress.net/vdcjvvetxuqeyiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته