کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل ولایت کې له ۵۰۰ شهیدانو، معلولینو او اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وویشل شوې

8 قوس 1403 ساعت 16:31

د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست د یوې خیریه موسسې په همکارۍ د ۵۰۰ شهیدانو، معلولینو او اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وویشل.


آوا)– مزارشریف: د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست د ټولنیزو خدمتونو رییس قاري محمد علم محد وايي، په ویشل شویو مرستو کې یوه کمپلې او یوه بسته ګرمې جامې شاملې دي. د هغه په ​​وينا، له دې مرستو څخه يې موخه په سړه موسم کې د شهيدانو د کورنيو، معلولينو او اړمنو کسانو د ستونزو کمول دي.
هغه زیاته کړه: "د ټولنې له زیانمنو کسانو سره مرسته د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده، له همدې امله د شهیدانو د کورنیو، معلولینو او اړو کسانو د ژوند د ښه والي لپاره هڅې روانې دي."
قاري محمد د دغو کورنيو د پيژندلو پروسه دقيقه او ډېره واضحه وبلله.
له بلې خوا يو شمېر هغه کسان چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې وايي: له مظلومو او د شهيدانو له کورنيو سره د مرستې پروګرامونه د ستاينې وړ دي او له دولت څخه د دا ډول اقداماتو د دوام غوښتونکي يو.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت اوسېدونکي په تېرو ديارلسو کلونو کې د هېواد له ډېرو محرومو وګړو څخه دي.


د مطلب کود: 301492

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301492/په-سرپل-ولایت-کې-له-۵۰۰-شهیدانو-معلولینو-او-اړمنو-کورنیو-سره-ژمنۍ-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net