کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او سخت باران د ورښت د هوا پېژندنې خبرداری

8 قوس 1403 ساعت 19:32

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې سبا (جمعه، د قوس ۹مه) د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او سختو بارانونو او طوفانونو د ورېدو امکان شته.


آوا: د دې ادارې د معلوماتو له مخې، سبا (جمعه د قوس ۹ مه) په کابل او هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، دایکندي، هلمند، ارزګان، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، پروان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کی وړاندوينه کړی.
د هوا پېژندنې ادارې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې باران او له ۱۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې د واورې ورېدو اټکل کړی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د سالنګونو په ګډون د هېواد په سوېلي او مرکزي ولايتونو کې په بېلابېلو ځايونو کې په يوه ساعت کې د ٥٠ او ٧٠ کيلومترو په سرعت سره د نسبتا قوي بادونو امکان شته.


د مطلب کود: 301515

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301515/په-۲۴-ولایتونو-کې-د-واورې-او-سخت-باران-ورښت-هوا-پېژندنې-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.net