افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د هندي شرکت له مشر "نجیب سلیمان" سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د هندي شرکت مشر "نجیب سلیمان" په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
له بلې خوا د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل چې د انرژۍ او اوبو وزارت تخنیکي ټیمونه او هندي شرکت به په دې برخه کې د پانګونې د څرنګوالي او د پروژې د موقعیت د ټاکلو په اړه تفاهم ته ورسیږي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر چينايي او ترکي پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا د توليد په برخه کې د دغه وزارت له رييس سره کتلي او يو شمېر يې اوسمهال د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې کار کوي.