افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د ۹ کورنیو بنسټونو له مسوولینو سره د څه باندې درې میلیونه او ۲۸۴ زره ډالرو په ارزښت د تشبثاتو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې همکارې موسسې دغه پیسې په کابل، پروان، وردګو، هرات، بلخ، بغلان، سمنګان، فاریاب، نیمروز، جوزجان او بادغیس کې د حرفوي او مسلکي زده کړو د تنظیم په برخه کې ولګوي.
د یادولو وړ ده چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په روان کال کې د هیواد د اقتصادي سکتور د ودې په موخه د پام وړ فعالیت کړی دی.