افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل په خپل ایکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې دغه کمپاین پرون (دوشنبه، د لړم ۷مه) پیل شوی او درې ورځې به دوام وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۶،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
معلومه نه ده چې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین په کومو ولایتونو کې پیل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت د روان لمریز کال د تلې میاشتې له نیمايي راهیسې په افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین ځنډولی و. باید وویل شي، چې د اوسني حکومت چارواکو په رسمي ډول د پولیو ضد واکسین د کمپاین د ځنډېدو پخلی نه دی کړی، خو د واکسیناتوران له ډلې څخه سرچینې د دې لامل د ښځینه واکسیناتوران تر څنګ د نارینه محرم نشتوالی بولي.
اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. خو د عامې روغتیا وزارت ویاند دا شمېرې رد کړې دي.
د راپورونو له مخې په روان لمریز کال کې یوازې په کندهار کې د پولیو ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.