دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 299301
د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډلې د اسيايي کرکټ سياليو پايلوبې ته لار پيدا کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا د ځوانانو د کرکټ کپ په نیمه پایلوبه کې د هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د دغه جام فاینل ته لاره پیدا کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د اسيا د ځوانانو د کرکټ جام په نيمه پايلوبه کې له يو بل سره مخامخ شول، چې دغه لوبه افغانستان د ۲۰ منډو په توپير وګټله د لومړي ځل لپاره د اسیا کریکټ سیالیو کي پایلویې ته ووته. 

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، چې افغانستان په ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره صدیق الله اتل ۸۳ منډې، زبید اکبري ۶۴ منډې، کریم جنت ۴۱ منډې، شرف الدین اشرف یوه منډه جوړه کړه او د لوبې په ترڅ کې افغانستان ته پنځه نورې منډې هم ورکړل شوې. هند په ۲۰ اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې په ۲۰ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان او سريلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به وروستۍ لوبه د عقرب د مياشتې په شپږمه نېټه د عمان په پلازمېنه مسقط کې د اماراتو په ښار کې ترسره شي.

د دې سیالیو په تاریخ کې، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې ترسره کیږي، پاکستان او سریلانکا دواړو دوه ځله د اتلولۍ جام ګټلی، هند هم یو ځل د اتلولۍ جام ګټلی، خو افغان لوبډله تر دې وړاندې د دغه جام نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده. 

 دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اتلولۍ د ګټلو چانس لري.

په دې سیالیو کې د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې د سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تاریخ جوړ کړ او فاینل ته یې لاره پیدا کړه.
https://avapress.net/vdcjyhe8vuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته