افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان ملي لوبډلې دا ځل هم د کمبودیا پر وړاندې خپل اتلولۍ ته دوام ورکړ او کوربه لوبډلې ته یې ۳-۱ ماتې ورکړه او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اتلولۍ جام ته یې لاره پیدا کړه.
په دې حساسه لوبه کې د افغانستان لپاره یاسر صافي، وارث شیرزي او ارش احمدي ګولونه وکړل.
افغانستان د اسيايي جام سياليو په لومړيو دوو سياليو کې فليپين ته په اتو ګولونو ماتې ورکړه او بيا مکاو ته په لسو ګولونو ماتې ورکړه.
د اسیا د ۱۷ کلنو ملتونو جام به راتلونکی کال په سعودي عربستان کې ترسره شي.