دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۲۷
د مطلب کود : 299050
د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې فیلیپین ته ۸-۰ ماتې ورکړه
د هېواد د فوټبال د ١٧ کلنو ملي لوبډلې د اسيا د ١٧ کلنو ځوانانو د جام په مقدماتي سياليو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د فيليپين لوبډلې ته د ٨-٠ په توپير ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې نن دوشنبه د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ۱۷ کلنو هېوادونو د فوټبال د سیالیو د غوراوي سیالیو په لومړۍ لوبه کې د فیلیپین له لوبډلې سره لوبه وکړه.
افغانستان لومړۍ نیمايي په دوه ګولونو سره وګټله او په دویمه نیمايي کې یې شپږ ځله د مخالف ګول خلاص کړ او سیالۍ ته یې ښه پیل وکړ.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره نوید محبوبي، یاسر صافي، جواد ابراهیمي او سهیل سروري هم ګولونه وکړل.
د افغانستان لوبډله د دغه ټورنمنټ په دوهم ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او مکاو له لوبډلو سره ده.
په دې بریا سره شیران خراسان وکولای شول چې د ګروپ په سر کې ځای ونیسي.
د فیلیپین لوبډلې چې نن یې افغانستان ته ماتې ورکړه په دې ټورنمنټ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د مکاو لوبډلې ته په اوو ګولونو ماتې ورکړه.
د هېواد ملي لوبډله به دوه ورځې وروسته (چهارشنبه) د مکاو له لوبډلې سره مخامخ شي.
https://avapress.net/vdcamonuw49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته