دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 298793
د والیبال ملي لوبډله ازبکستان ته ولاړه
د المپیک ملي کمیټې اعلان وکړ چې د والیبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د زون په سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه چې د اکټوبر له ۱۸ څخه تر ۲۵ نیټې پورې د ازبکستان په مرکز تاشکند کې ترسره کیږي.
افغان غږ خبری آژانس: د المپيک د ملي کمېټې وياند عارف پيمان رسنيو ته وويل، چې په دغو سياليو کې به د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، نيپال، مالديف، سريلانکا، بنګله دېش او بوتان لوبډلې برخه واخلي.
د والیبال ملي لوبډله له یوې میاشتې راهیسې په قرنطین کې ده، چې له دې سیالیو څخه ښې پایلې ترلاسه کړي او د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي حمید موحدي تر څارنې لاندې په جدي توګه تمرینات کوي.
د هغه په ​​وينا، په دغه سفر کې د واليبال فدراسيون له اصلي ملاتړو سره د کام اير او د هېواد د بدني روزنې او ورزش رياست برخه لري.
https://avapress.net/vdcdnj0xsyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته