دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۳۷
د مطلب کود : 298173
په غزني کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت دوه نوي ښوونځي جوړیږي
د پوهنې وزارت وايي، د غزني په جاغوري او ده يک ولسواليو کې د لس ميليونه افغانيو په لګښت د دوو ښوونځيو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په غزني ولایت کې د ښوونځیو د نویو تاسیساتو د جوړولو خبر ورکړ.
 
دغه وزارت وايي، د جاغوري ولسوالۍ د کاريز پټو او د غزني په ده يک ولسوالۍ کې نوي تاسيسات پرانيستل شول.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرکز د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې د یوې همکارې موسسې له خوا تمویل شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په غزني ولايت کې يو شمېر ښوونځي جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، چې د دغو ودانيو له جوړېدو څخه سلګونه زده کوونکي برخمن شوي دي.
https://avapress.net/vdcfecd0mw6d1ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته