افغان غږ خبری آژانس - هرات: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له یو شمېر پانګوالو او د هرات له والي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي خصوصي سکتور ته د هرات د والي له دوامداره هڅونې او ملاتړ څخه مننه وکړه.
هغه زياته کړه، په هرات کې د پانګوالو لپاره د خوندي چاپېريال رامنځته کېدل د دې لامل شوي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه پانګوال د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همداراز زیاته کړه: د صنعتي پارکونو د جوړولو کار روان دی او ډېر ژر به د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي د پنځوس زره جریبه ځمکې په مساحت سره جوړ شي.
له بلې خوا نوراحمد اسلامجر هرات ته د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر د سفر د هرکلي په ترڅ کې صنعتکاران اقتصادي مجاهدین وبلل.
هغه ټینګار وکړ، چې سیمه ییزه اداره له پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کوي او دوی ته به د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې پوره هڅه وکړي.
هرات ولایت د هېواد په لوېدیځ کې یو له مهمو ولایتونو څخه دی چې ګڼ شمېر کاني زېرمې لري چې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم اغېز لري.