افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د میزان ۷مه)
افغان غږ خبری آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې ۷۵ تنه صرافان يي نیولي دي.
د يو بل خبرله مخې: دغه صرافان د سيمه ئيزو مقاماتو په لارښوونه د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول او ددغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت رئیس اسوال انجينر سیدالرحیم جاهد د عامه امنیت له ځواکونو څخه وغوښتل چې د خلکو د عزت د خوندیتوب په برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي.
هغه زیاته کړه، خلک تر بل هر څه زیات امنیت ته اړتیا لري او موږ د دوی د رښتیني بچیانو په توګه دوی ته امنیت برابروو او دا خدمت خپل ویاړ ګڼو.
د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ریاست وايي، د دغه ریاست ځواکونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د امنیت او عامه نظم په تامینولو بوخت دي، څو خلک وکولای شي له کومې ستونزی پرته خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.