افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د کانونو د سکتور یو شمیر د قیمتي ډبرو پانګوالو او کارپوهانو پنجشیر ته سفر کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی د پنجشېر له والي سره په کتنه کې ویلي، دوی چمتو دي چې د پنجشیر زمرد محصولاتو د لیلام لپاره یو لوی ګډ بازار رامنځته کړي، څو ټول ملي او بین المللي سوداګر راجلب کړي او د پنجشېر زمرد برانډ نړیوال کړي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د ایراني پانګوالو شرکتونو استازو د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې او نفتو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.