افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د دغه وزارت له سلاکار مردف علی القاشوطی سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې قطر يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې له اسلامي امارت سره تړلي دي، چې په تېرو درېيو کلونو کې يې د افغانستان له اوسني حکومت سره بېلابېلې همکارۍ کړې دي.