افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پروان له کرنې ریاست سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د همکارۍ خبر ورکړی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د دغه واکسین شل زره دوزونه د خصوصي وترنری کلینیکونو ۱۶ کارکوونکو ته وېشلي چې غواګانو ته به تطبیق شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه واکسين به د پروان ولايت د کرنې رييس مولوي روح الله روحاني، د بشري سرچينو د عمومي رييس عبدالوسيم عمر بياني او د حيواني روغتيا د عمومي رييس نذير اغا شېرزاد په شتون کې ووېشل شي.
د پوستکي د پوستکي ناروغي (LSD) یو ویروسي ناروغي ده چې د څارویو پوستکي او لاندې نسجونو ته زیان رسوي.