افغان غږ خبری آژانس – بامیان: د بامیان ولایت په مرکز کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت د سیلابونو د ویستلو، پلچکونو د جوړولو او د پلیټونو د نصبولو په ګډون درې عامه ګټې اخیستنې پروژې نن (پنجشنبه، سنبلې ۲۸مه) پرانیستل شوې.
د باميانو ښاروال مولوي روزي محمد افکار وويل، چې رياست يې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د سېلابونو د بندونو، پلچکونو جوړول او د پلچکونو جوړول او نصبولو پروژې بشپړې کړې دي.
هغه زياته کړه: په لارو، ريګشاد، سورمخل او جاګره خېلو کې د ٣٤٨ مترو په اوږدوالي د سيلابي بندونو په جوړولو او دغه راز د ميرهاشم بالا، تولور، دره اجدر او سورمخل پايان په کليو کې ١٦٥ پلچکونه او شپږ پولې جوړې شوې دي.
مولوي افکار زياته کړه، چې د باميانو ښاروالۍ د دشت عيسى خان په لومړۍ ناحيه کې هم پر ٣٩ هټيو کار کوي.