دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 296943
د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بامیان د هوايي ډګر د اساسي ترمیم چارې پیل شوې
د بامیان ولایت د هوايي ډګر د ځغاستې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د اساسي ترمیم د پروژې چارې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو او د دغې پروژې د تطبیق کوونکو شرکتونو د مسوولینو په حضور کې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د هوایی ډګر د ۶۰۰ مترو په اوږدوالی د ترمیم کار نن دوشنبه د سنبلې په ۲۶ مه د بامیان ولایت د والی مولوی عبدالله سرحدی او د ترانسپورت وزارت د پلاوی په حضور کې پیل شو. 

د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي چې د مسوولينو په غونډه کې يې خبرې کولې وويل: د باميان ولايت د هوايي ډګر يوه برخه چې ويجاړه شوې وه او د الوتنو او هوايي چلند د ګډوډولو لامل شوې وه، په اساسي ډول ترميم او بيارغول کیږي. 

د یادولو وړ ده چې د بامیان ولایت د هوايي ډګر د بیارغاونې د پروژې مالي تمویل کوونکي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د اسلامي امارت افغانستان او پلي کوونکي يې د کابل او دایکندي افغان ساختماني شرکتونه دي.

ټاکل شوې د بامیان د هوايي ډګر د ترمیم چارې په راتلونکو ۸ میاشتو کې بشپړې شي.
https://avapress.com/vdci5qarpt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته