افغان غږ خبری آژانس: د فوټسال د نړیوال جام لومړۍ ورځ د برازيل په بریا او کوربه ازبکستان ته په ماتې ورکولو سره پای ته ورسېده.
د فوټسال نړیوال جام پرون (شنبه، ۲۴ سنبله) په څلورو لوبو سره پیل شو.
د برازیل د فوټسال ملي لوبډلې کیوبا ته په ۱۰ ګولونو ماتې ورکړه. د ټورنامنټ کوربه ازبکستان ملي لوبډلې د هالنډ پر وړاندې ۳-۳ مساوي کړه او پاراګوای کوسټاریکا ته ۵-۲ ماتې ورکړه.
د تایلنډ ملي لوبډلې پرون ماسپښین په لومړۍ لوبه کې کروشیا ته ۲-۱ ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې د لومړي ځل لپاره یې سږ کال نړیوال جام ته لار موندلې، په دې سیالیو کې به نن په خپله لومړۍ لوبه کې له انګولا سره مخامخ شي.
دا لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر پنځه بجې پیل شي.
افغانستان به په C ګروپ کې په خپلو راتلونکو سیالیو کې له ارجنټاین او اوکراین سره مخامخ شي.