افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د صنعتي پارکونو د قانون د طرحې او تطبیق په اړه غونډه وکړه د هیواد د خصوصي خونو استازو.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل، دا د اقتصاد په برخه کې لومړنی قانون دی چې د سرپرست حکومت له خوا تصویب شو.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې تر اوسه پورې د صنعتي پارکونو د ځمکې لپاره له ٨٠٠ څخه زياتې غوښتنې د پانګوالو له خوا سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ملي امنیت له تامینولو وروسته یو زیات شمېر سیمه ییز او نړیوال پانګوال غواړي چې د افغانستان په طبیعي زیرمو پانګونه وکړي.