دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 296648
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پکتیا په روغتونونو کې د درملو او تجهیزاتو د کمښت د حل ژمنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت پکتیا ولایت ته د دې وزارت د سرپرست سفر خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې نوموړي د دغه ولایت ډاکټرانو او د روغتون مسوولینو ته د درملو او طبي وسایلو د کمښت د ستونزې د حل په برخه کې ډاډ ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي پکتیا ولایت ته سفر کړی او دغه ولایت ته یې د خپل سفر په ترڅ کې له روغتیاپالانو سره وکتل. چارواکو، روغتیایی کارکونکو او د خصوصي سکتور استازو کړی دی.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د پکتيا د عامې روغتيا مسوولينو د عامې روغتيا له سرپرست وزير سره د پکتيا ولايت د روغتيايي سکتور په ځانګړې توګه د عاجل پاملرنې په برخه کې د طبي وسايلو د برابرولو او روغتونونو ته د درملو د رسولو په اړه خبرې وکړې.
 
د روغتون مسوولينو هم په دغه ولايت کې د روغتيايي سکټور پر وړاندې د متخصصينو او روغتيايي کارکوونکو کمښت يو له سترو ننګونو څخه وباله او د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه يې وغوښتل چې يادې ستونزې ته پاملرنه وکړي.
 
له بلې خوا د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دغو ستونزو د حل او د لازمو اقداماتو په اړه دوی ته ډاډ ورکړ او روغتیايي کارکوونکو ته یې د ستونزو د حل او د ناروغانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
 
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت چارواکو څو ورځې وړاندې خلکو ته د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې د ولسوالیو په کچه د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د روغتونونو د مجهزولو، د ساري ناروغیو د مخنیوي، د پولیو له منځه وړل او د ترویج د پروګرامونو پراختیا د ظرفیت لوړول په روان کال کې د وزارت له لومړیتوبونو څخه بلل شوي دي.
https://avapress.net/vdcayinua49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته