افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان والي مولوی عبدالله سرحدی پرون دوشنبه د سنبلې ۱۹ مه د بامیان په مرکز کې د دارالعلوم د لیلیې د پرانیستې په مراسمو کې د دغه لیلیې پرانیستل د محصلینو لپاره یوه اسانتیا وبلله او وویل: اسلامي امارت هڅه کوي د علومو د زده کړې ډګر ته وده ورکړي، ترڅو زده کوونکو ته د دیني او عصري زده کړو زمینه برابره کړي.
نوموړي د دغه دارالعلوم له زده کوونکو هم وغوښتل، چې د ديني علومو د زده کړې تر څنګ د سيرت، ظاهري او ديني احکام مراعات کړي.
د باميانو والي د دغه دارالعلوم مسوولينو او استادانو ته په خطاب کې ټينګار وکړ، چې زده کوونکو ته دې د ديني علومو او نبوي احاديثو په تدريس کې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي، څو د ديني عالمانو په مرسته د يوې متحرکې ټولنې شاهدان واوسو.
له بلې خوا د دغه دارالعلوم رئیس نور احمد فرقاني د دې مراسمو په څنډه کې له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې زده کوونکي باید په خپلو چارو کې د دیني عالمانو مثال تعقیب کړي. د هغه په وينا، ښځينه زده کوونکو وغوښتل، چې په خپلو زده کړو او نورو چارو کې حضرت زهرا (س) خپل لارښوود وټاکې.
د اتفاق دارالعلوم مشر وویل، چې زده کوونکي نجونې باید د اسلامي کلتور د ودې او پراختیا په برخه کې عمل وکړي او د مسلمانو ښځو په منځ کې دیني ارزښتونه تنظیم کړي او د یوې اسلامي ټولنې د وياړ سبب شي.
هغه زياته کړه، چې سږ کال په دارالعلوم کې تر ٣٥٠ زيات محصلين په زده کړو بوخت دي او د کورسونو د نشتوالي له امله ډېرى محصلين نه دي توانېدلي، چې په ياد کورس کې شامل شي. د هغه په وينا، دا مهال د درسي ټولګيو ستونزه هواره شوې او په پام کې ده، چې په راتلونکي کال کې تر زرو زياتې نجونې په دغه دارالعلوم کې شاملې شي.
هغه زياته کړه، چې د ليليې په جوړېدو سره د زده کوونکو ٧٠ سلنه ستونزې هوارې شوې دي.
د دارالعلوم مشر وويل چې په دغه ښوونيز مرکز کې د اووم او دولسم ټولګي زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او تر دولسم او څوارلسم ټولګي پورې زده کړې کوي.