افغان غږ خبری آژانس: د سپورت فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اګست په ۱۷ مه د شنبې په ماښام په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلې ده.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
تر دې مخکې د هېواد د فوټبال فدراسیون اعلان کړی و، چې د فوټبال نړیوال جام له پیل مخکې به د فوټبال ملي لوبډله درې تمریناتي لوبې ترسره کړي.
په دې لړ کې به نن د یکشنبې په ماښام د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ تمریناتي لوبه د پاراګوای پر وړاندې ترسره شي.
د یادولو وړ ده چې د فوټسال په نړیوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه راتلونکې اونۍ د انګولا سره وکړي.
د فوټسال ملي لوبډله به د نړیوال جام د ګروپ پړاو په نورو دوو سیالیو کې له ارجنټاین او اوکراین سره لوبه وکړي.