دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 296448
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به له پاراګوای سره مخامخ شي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به سبا د یکشنبې په ورځ د پاراګوای د فوټسال له ملي لوبډلې سره په یوه دوستانه لوبه کې مخامخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټبال فدراسیون وايي، د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام له پیلېدو مخکې به د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د پاراګوای او مراکش له مشهورو لوبډلو سره به لوبې وکړي. 

د هېواد د فوټبال فدراسیون لیکلي چې د افغانستان او پاراګوای ترمنځ لوبه به د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۸مه د کابل پر وخت د مازدیګر په ۶:۳۰ بجو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وشي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه به په ټلویزیون نه خپریږي.

د کانټیننټل جام په سیالیو کې، چې پرون (جمعه، د سلواغې ۱۶مه) د تایلنډ په اتلولۍ پای ته ورسېد، افغانستان څلورم مقام خپل کړ.

د فیفا په تازه رسمي درجه بندۍ کې مراکش په شپږم، تایلنډ نهم او پاراګوای په ۱۳م ځای کې دی. افغان لوبډله د فیفا په درجه بندۍ کې هم په ۳۰م ځای کې ده. 

په ازبکستان کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو په دریم ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا د فوټسال له ملي ټیمونو سره ده.
https://avapress.com/vdci5qarvt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته