دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۲۲:۰۴
د مطلب کود : 296191
د هیوادوال باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي
په هرات کې دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال وايي ددغه هيواد اتباع بايد دکار لپاره دسياحتي ويزې په لرلو سره ايران ته لاړ نه شي . د هغه په ​​وينا، هغه کسان چې ايران ته د کار لپاره ځي بايد له کاري ويزې سره دغه هېواد ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات کې د بهرنیو چارو ریاست مرستیال رحمت الله فیضان د پاسپورت له اسنادو سره له ایران څخه د افغانانو د ایستلو لامل په ډاګه کړ او ویې ویل، هغه کسان چې د کار لپاره ایران ته ځي، بایدد سیاحتي ویزې له لارې لاړ نه نشئ.
 
هغه وايي، چې ايران د افغان کډوالو لپاره کاري شرايط ستونزمن کړي او که کډوال د سياحتي ويزې په وسيله دغه هېواد ته ولاړ شي، د کار حق نه ورکول کېږي او له هېواده شړل کېږي.
 
مولوی فیضان همداراز ټینګار وکړ کله چې خلک د کار لپاره د ایران اسلامی جمهوریت ته لاړ شی باید دغه هیواد ته د کار ویزې سره لاړ شی نه د سیاحتی ویزې سره.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د مهاجرینو یوه لویه څپه ایستل شوې، چې ځینې یې ادعا کوي، چې دوی د اعتبار وړ پاسپورتونه او ویزې درلودې، خو بیا هم له ایران څخه ویستل شوي دي.
https://avapress.com/vdcdn90xfyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته