دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 296080
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله تایلنډ ته روانه شوه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د انټرکانټینینټل کپ سیالیو کې د ګډون په موخه له ایران څخه تایلنډ ته روانه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد د فوټسال لوبغاړي په ایران کې د تمریناتي کمپ له پای ته رسولو وروسته تایلند ته روان شوي دي.
 
د افغانستان لومړۍ لوبه به د دوشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۲مه د ګواتیمالا د فوټسال له ملي لوبډلې سره وي.
 
دغه راز د فوټسال ملي لوبډله به د سپټمبر په ۱۳مه له کویټ، د سپټمبر په ۱۴مه له نیوزیلنډ او د سپټمبر په ۱۶مه به له تایلنډ سره لوبې وکړي.
 
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه له دغه ټورنمنټ وروسته سمدلاسه له بنکاک څخه تاشکند ته ولاړه شي.
 
د يادونې ده، چې راتلونکې مياشت په ازبکستان کې د فوټبال نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه د افغانستان، تايلنډ، نيوزيلنډ، کويټ او ګواتيمالا د فوټسال سيالۍ ترسره کېږي.
https://avapress.com/vdcaainuw49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته