دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 294337
د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته روان شو
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته روان شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته روان شو. 

د اعلامیې له مخې ټاکل شوې چې مولوي عبدالکبیر به له یو شمېر ایراني چارواکو سره رسمي دوه اړخیزې ناستې ولري.

دغه راز په دغه رسمي سفر کې به د اسلامي امارت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، په هغه هیواد کې د میشتو افغان مهاجرینو د ستونزو دحل او د همکاریو دپراختیا په باب خبرې اترې وشي .

د دغه رسمي سفر په ترڅ کې به د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د یو شمېر هېوادونو له یو شمېر استازو او چارواکو سره هم وګوري.

ټاکل شوې ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت د نوی ولسمشر مسعود البادیشیان د لوړې مراسم سبا د دغه هیواد په پلازمینې تهران کښې د مختلفو هیوادونو د لوړرتبه چارواکو په ګډون سره ترسره شی.
https://avapress.com/vdcdso0x5yt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته