د کرملين ماڼۍ وياند ترکيې ته د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د راتلونکي سفر په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې نوموړی به د ترکيې له ولسمشر سره د اوکراين پر وضعيت او د سوريې پر مسئلې خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرملین ماڼۍ په یوه بیان کې ویلی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په نږدې راتلونکې کې ترکیې ته سفر وکړی. د دغه اعلان له مخې، ترکیې ته د پوتین د سفر لپاره چمتووالی روان دی. په دغه اعلان کې د دغه سفر د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویل شوي. ویل کیږي چې پوتین او اردوغان به د اوکراین پر وضعیت خبرې وکړي. او هم به په دغه غونډه کښې د سوريې د حالاتو په اړه هم خبرې اترې وشي.