دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 294155
په پروان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي
د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل رحیم مسکینیار وايي، دغه پېښه نن سهار د سیاه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي مسکینیار د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وبلله.

په بغلان ولايت کې تېره اوونۍ هم په يوه ترافيکي پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سړکونو خرابوالى او د ترافيکي قوانينو نه مراعت په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcbsab5srhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته