افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د عینک د مسو کان د پرانیستې مراسم نن ترسره شول.
په دې مراسمو کې د عينکو د مسو د قراردادي شرکت مشر شانګ وويل چې د دغه کان د استخراج تر ټولو لويه ستونزه د بشپړ امنيت برابرول وو او اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د امنيت په ټينګښت سره به د دغه کان د استخراج چارې په ښه توګه او له معيارونو سره سم ترسره شي.
...
په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د لوګر د عینک د مسو کان د حقیقي استخراج پیل اعلان کړ او ویې ویل، چې له ۱۵ کلن ځنډ وروسته به یې د روانې اونۍ تر پایه کار پیل شي.
باید وویل شي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په ۲۰۰۸ کال کې د عینک لوګر د مسو کان د پروژې تړون له MCC چین سره لاسلیک کړ، چې له مخې یې چینايي شرکت په لومړي پړاو کې له دوه نیم میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کړې وه. تر هغه چې د استخراج پروسه پیل شي.