افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې د مری د انتظار خونې د بنسټ ډبره نن پنجشنبه د اسد ۴ مه د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر له خوا کېښودل شوه.
ویل کیږي، چې دغه پروژه به د خصوصي سکتور له خوا د ۲۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړه شي.
د چارواکو په وینا دغه انتظار خونه به په یو وخت کې د ۱۵۰ کسانو د لیدو ظرفیت ولري.
د یادولو وړ ده چې د کابل هوايي ډګر د جمهوري ریاست په پای کې د حامد کرزي په نوم ونومول شو او د اسلامي امارت له تاسیس وروسته بیا د کابل نړیوال هوايي ډګر په نوم ونومول شو.
دی وايي، د معیاري کور لپاره د انتظار د نشتوالي له امله مسافرین په سړو او ګرمو موسمونو کې ستونزې لري.